Banner

څانګې راټيټه شه خوله راکه/ ټپيزې/ حيران

28.01.2010 17:40

چې ګردنۍ يې تر ملا ده
چې يې په لاسو کې سلا ده
په دښمن جوړه يې غوغا ده
زما خولګۍ د هغه چا ده
چې غلامۍ ته يې طلاق ورکړی وينه

د پښتونخوا  زړه بختوره
عظمت دې ډېر دی تر خيبره
ځوانان دې واړه کړل بې سره
آخر به وران شې پېښوره
د ننګرهار جونې ښېرې درته کوينه

زه به څۀ وايم چې څه را که
زړه مې درکړی دی زړه راکه
مرمه له تندې اوبه راکه
څانګې راټيټه شه خوله راکه
که زه درپورته شوم راماته به دې کړمه

ستا په يارۍ به څه وياړم
خندا مې نشته ده تل ژاړم
زړه مې درځي که ځان رانغاړم
په پاليزه کې به دې غواړم
د کلا برج ته راختی نه شې مينه

په ښو يارانو افتخار که
زړه دې لېمڅی ورته هوار که
په يارانه يې اعتبار که
دنيا د يار له سره  ځار که
دنيا به تل وي ياران کله کله وينه

عقل الدین امیرزی ځاځی 05.05.2013 06:38

نیکي هیلی او سلامونه مې ومنی که څه هم زه د ریاضي فزیک څانګې فارغ یم خو دادبیاتو سره مې ډېره لګیږي باالحصوص دټپزو ، شعرونو ، لنډیو............ سره وقعا ښکلې ټپیزی دې خوښې مې شوی مننه کووم دلانوروپرمختګونو په هیله

ډاکترالهام 20.10.2012 11:11

حیران صاحب ستاڅخه یوه دنیامننه ډیری ښایستی ټپیزی دی لیکلی دی لاکامیابی درته غواړم ګرانه دوسته ماهم ورڅخه استفاده وکړه بیاهم ډیره مننه.
ډاکټرالهام په کندهارکی دمیرمن راډیوخبریال.

حمید طوطاخیل 02.04.2012 07:25

سلامونه حیران صاحب ډیر خوشحاله شوم چی ستا ټپیزی می ولیدلی ډیری می خوښی شوی دټولو نه زیاته می اوله ټپیزیه ډیره خوښه شوه هیله ده چی په اینده کی هم داسی ښکلی ټپیزی ولیکی او حیران صاحب یوشعر ده چی وایی
غمونه ډیر دی راسره پکی یوتن یمه زه
له هیچا نه له خپل قسمته ګیله من یمه زه
وایی حمید یودانالیدلی تصویر خوب کی راځی
په چا مین یم نه پوهیږم خومین یمه زه
هیله ده چی خوښ موشی زما اول وار ده چی یو نظر لیکم که کومه غلطی وی بکی نو بښنه غوارم

محمدګل اشنا 13.02.2012 12:18

ستا د زیار څخه ډیره مننه چی دومره زیار دی باسلی زما خو یی دا دوهمه ټپیزه دومره خوښه شوه چی زه یی هرسعت له ځان سره تکراروم \ (د پښتونخوا زړه بختوره
عظمت دې ډېر دی تر خيبره
ځوانان دې واړه کړل بې سره
آخر به وران شې پېښوره
د ننګرهار جونې ښېرې درته کوينه)

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.